" زۀ به دَ بدئ خبرې خپلې مخې ته نۀ راولم اؤ دَ بدو حرکتونو نه نفرت کوم." د حضرت داؤد زبور شريف (١٠١: ٣)
د کتلو يا ډاؤن لوډ کولو د پاره ويډيو خوښه کړئ. زمونږ اُميد دے چې ډير زر به تاسو نوى پروګرامونه اؤ ويډيوګانې کتلے شئ. اؤ کۀ ستاسو څۀ فرمائش وى نو خپل فرمائش وليکئ.
وګورئآن لائن ټى وى وګورئ. تاسو په رښتينو قيصو باندې جوړ شوى فلمونه، ډرامې، روحانى سندرې اؤ نور ډير پروګرامونه کتلے شئ.
وګورئدَ ټيلى وژن پروګرامونه کوم چې پښتنو مسيحيانو جوړ کړى دى
مونږ په ټوله دنيا کښې خپلو وروڼو اؤ خويندو ته دا پروګرامونه وړاندې کوو چې هغوئ په دې باندې خبر شى چې څۀ مونږ ګورو نو هغه زمونږ په ژوند باندې ډير اثر کوى. انجيل شريف کښې ليکلى دى: " ستا دَ وجود ډيوه ستا سترګه ده. هر کله چې ستا سترګه جوړه وى نو ستا ټول وجود به هم رڼا وى. هر کله چې سترګه خرابه وى نو ستا په وجود کښې به تور تم وى." ( لوقا ١١: ٣٤ )